دامريکا دسولې ادارې دامن سازو زنانه ؤ اغاز وکړو

دپرانستې دايوارډ اعزاز  به حساس يا د لانجو څخه  اغيزمنو هيوادونو يا سيمو کښې  غيرمعمولي امن سازې زنانه ترلاسه کيږي.

واشنګټن،25 نومبر،2019/ پي ار نيوز وائر/–  په حساسو يا دلانجو څخه اغيزمنو هيوادونو يا سيمو کښې  دامنيت په ټينګښت کښې  دزنانه   دمهم کردار په اعتراف کښې، دامريکا دسولې  ادارې) يو ايس ائي پي  (دامن ساز زنانه ؤ دايوارډ اغاز کړيدے، دا ايوارډ به  د يوې داسې امن سازې زنانه تعظيم  کوي  چې دسولې لپاره ئې  کوټلې اؤ عملي برخه  دائنده زنانه امن سازو لپاره  يو تحريک اؤ  لارښوده رڼا ده.

ديو ايس ائي پي صدر او دسي اي او نينسي لنډبرګ وئيلي :” دا ايوارډ په ټوله نړۍ کښې د امن قائمونکو زنانه ؤ ديو اهم اؤ  سمدستي  نوعيت د غږ دپورته کولو يوه موقعه ده، چونکې  عالمي اختلاف   په زياتيدو سره نور هم پيچيده کيږي، نو ځکه دزنانه امن سازو دقدر وړ خدماتو ته کتل  اؤ دهغوي  تائيد کول  دوړاندې څخه زيات مهم دي”

دپرانستي ايوارډ لپاره به نامزدګۍ  د٢٠م نومبر،٢٠١٩م څخه تر ١٥مې جنورۍ ،٢٠٢٠، ماښام دوه بجې EST  پورې عمل کښې راوستلے شي، ايوارډ يافته زنانه ؤ ته به اکتوبر ٢٠٢٠م کښې يو ايس ائي پي واشنګټن، ډي سي کښې  په ترسره کيدونکې يوه دستوره کښې دا اعزاز ورکولے شي اؤ ورته به 10,000 ډالرترلاسه کيږي، کوم چې به دوصولونکي  په صوابديد کارولے شي.

دنورو معلوماتو اؤ دامن سازو زنانه ؤ دنامزد کولو لپاره، ويب سائټ، امن سازو زنانه ؤ ته لاړ شئ. يو ايس ائي پي دحساسو، يا لانجو څخه داغيزمنو هيوادونو يا سيمو سره تعلق لرونکو دهاغو زنانه ؤ دنامزدګۍ کوټلې ډاډګيرنه کوي  کومې چې  ددوي دامن سازۍ په کار کښې وړاندې نۀ دي ستائيل شوي، دنامزد کړے شوؤ زنانه ؤ اؤ دهغوي دکار جائزه به دلانديني معيار په اساس  کولے شي . دسولې عزم : يوه داسې زنانه دچا کار چې  دکومې حساسې يا لانجې څخه  اغيزمن هيواد يا سيمه کښې دعدم تشدد له لارې  دلانجې دمخنيوي يا ددې دهواري له لارې  دامن دعزم مثال وي.

  • دسولې عزم: يوه داسې زنانه دچا کار چې دکومې حساسې يا لانجې څخه اغيزمن هيواد يا سيمه کښې دعدم تشدد له لارې دلانجې دمخنيوي يا ددې دهواري له لارې دامن دعزم مثال وي.
  • غيرمعمولي قيادت: يوه داسې زنانه چې دخپل بصيرت اؤ اختراع پسندۍ له لارې دغيرمعمولي قيادت مثال وي اؤ دامن په حصول کښې دخپلې ورورولۍ لپاره ددرناوي لامل وي.
  • نامتوپېشهوره: يوهداسېزنانهچېپهپېشهوارانهتوګهامنسازهوياؤمقامي،قومياؤدبينالملليوروروليودغړوسرهپهګډهاؤشريکاندازکښې کار کوي.
  • حقيقيتاثر: يوهداسې زنانه چېدامنسازۍدکارکلکدمثالجوګهنتيجېئېبرامدشويوي.

دګټونکې زنانه  ټاکنه به  دامن ساز زنانه ؤ نوے کونسل کوي، دا دنامتو ماهرانو اؤ مشرانو يوه ډله ده  کوم چې به  دصنفي اؤ امن سازۍ په معاملو يو ايس ائي پي  ته خپله لارښودنه اؤ مرسته ورکوي