په ګلوبل سولر پروجېکټس کې د ګډ پرمختګ دپاره شنګهايي الېکټرک د سعودي عرب د ای سي ډبليو ای پاور سره يادداشت لاسليک کړی دی.

دا يادداشت د شنګهايي الېکټرونکس د بېلټ او روډ په ابتدايي ملکونو کې روان اپرېشن کې د غځېدو يو علامت دی.

ای سي ډبليو ای پاور د 2030 تک د ۱۵۰ جي ډبليو پاور بجلۍ پېدا کولو د توان د مقصد ترلاسه کولو د يو بل پړاؤ اعاده کوي.

دوبۍ، متحده رعرب امارات،25 اپرېل، 2019 / پي آر نيوز وايز/- يوې يادې ګڼ هېوادويزې برق توليدونکې او برقي الات جوړؤنکي ګروپ، شنګهايي الېکټرک ګروپ کمپني لمټډ (“شنګهايي الېکټرک” یا “ګروپ”) د بېلټ او روډ د اقدام ملکونو کې د پراختيا سلسله دوامداره ساتلې او نړيوالې پاکې توانايۍ په منصوبو باندې يې د سعودي عرب د ای سي ډبليو ای پاور سره د مرستې کولو دپاره يو يادداشت لاسليک کړی دی.https://prnewswire2-a.akamaihd.net/p/1893751/sp/189375100/thumbnail/entry_id/0_7q5nmcl0/def_height/400/def_width/400/version/100012/type/1

په 16 اپرېل د شنګهايي الېکټرک چيئرمېن او سي اي او ژينګ ژنهوا د سعودي عرب په دوره کې د پاکې توانايۍ ورکولو په سټراټيجيکي شراکتدارۍ لاسليک کړی دی. د توانايۍ په منصوبو د مرستې کار د توانايۍ د مختلفو منصوبو احاطه کوي چې پکې د ګېس ټرباين تياري، ډيسيلينيشن ترقي، تهرمل، فوټوولوټک، شمسي تهرمل، هوا او مشترکه سايکل پاور جنرېشن شامل دي.

“2030وژن” د اصلاحاتو د منصوبۍ بندې لاندې د سعودي د حکومت مقصد د 2030 پورې د قابل تجديد توانايۍ د پېدوارا سېوا کولو په لړ کې د ملک توانايۍ ته ورکړه د 30 فيصده پورې راوستل دي. شنګهايي الېکټرک د ای سي ډبليو دپاور سره په اپرېل 2018 کې د شمسي اسانتياؤ جوړولو کې برخه اخيستې او د دې هدف ترلاسه کولو دپاره يې کار کړی دی.

ژينګ ويلي دا غبرګه کاميابه شراکت داري به مونږ په ګرده نړۍ کې د پاکې توانايۍ د منصوبو جوړولو د تيارولو او په نړيواله کچه د خپل برانډ جوړولو دپاره د ای سي ډبلیو پاور سره د ډېر نزدې نه د کار کولو اجازه راکړي څنګه چې مونږ د لمړو ملکونو سره د خپلو عملياتو سېوا کولو دپاره روان ساتلي دي. هغه ويلي دي چې د ګروپ په راتلونکو څو کلونو کې په سیمه کې د زیاتې سرمايه کارۍ اراده لري.

شنګهايي الېکټرک په بهر ملکونو کې د کار سېوا کولو کوششونه کړي دي. 2018 کې دې ګروپ په بهر ملکونو کې د کاروبار امدن ار اېم بي 11.2 بلينه (نزدې 1.67اربه ډالرو) نه اوړېدلي دي. په دې پرمختګ کې نزدې 11 فيصده د نړيوالۍ سرمايه کارۍ  د انټرپرايز امدني، نړيوال انجينيرنګ امدني او برامدي کاروبار امدني شامل ده.

د برانډ په پراختيا کې د مرستې دپاره، شنګهايي الېکټرک د نړیوالې پرمختيا په طريقو عمل کوي. اوله طريقه دا ده چې کمپنۍ نهه بلېټ او روډ ملکونو پشمول د وېتنام، انډيا، سعودي عرب، عراق او مليشيا کې نوي مرکزونه جوړوي. د پرمختګ دوېمه شريکه مرحله دا ګوري چې برانډ د خپل پروجېکټ اثرات ابتدايي ملکونو ته خوروي. په وروستيو کاميابيو کې پاکستان، په تهر کې د کويلې د بجلۍ د نظام منصوبه، په دوبۍ کې سولر تهرمل پاور پروجېکټ، په پاکستان کې قاسم او ساهېوال پروجېکټونه، او پاناماين او سربين ګېس ټرباين منصوبو جوړول شامل دي.

د شنګهايي الېکټرک ګروپ کمپنۍ لمټډ په اړه

شنګهايي الېکټرک ګروپ کمپنۍ لمټډ (شنګهايي الېکټرک)، شنګهايي او هانګ کانګ کې د يو مستحکم الاتو جوړولو يو د يو مرکز په توګه درج ده کومه چې په خاصه توګه د توانايې الې، صنعتي الات او شراکتي خدمات ورکوي.په 1990 کې د شننګهايي الېکټرک نه ترلاسه شوي امدن شمار د الاتو جوړولو د چين په وړومبو درېو کمپنيو کې شمار وه. په 2017 کې شنګهايي الېکټرک د دنيا په 500 د سر جوړؤنکو کمپنيانو کې يو ډول منتخب شوې وه کومه چې روان کال د فورچون چائنا په وړومبو 500 د سر په کمپنيانو کې هم شامل ده. د ګروپ درجه بندي اي اېن ار په 2018 کې په 100 کې دننه، د دې شمار د سر په 250 نړیوالو ټېکدارانو کې کيږي د دې برانډ قدر 70.6 اربه يوآن دی.

عکس –  https://mma.prnewswire.com/media/877235/Shanghai_Electric.jpg