‫هينګ ټونګ په مشترکه توګه ګلوبل اپټيکل فائبر اؤ کيبل کانفرنس ٢٠١٩م ترسره کړو

سوژوو،چين،٢٢م نومبر،٢٠١٩/پي ار نيوز وائر/- هينګټونګ ډلې او ايشين پيسفک اپټيکل فائبر او کيبل انډسټري ايسوسي ايشن) اے پي سي (شنګهائي نړيوال کانفرنس  سينټر کښې  په مشترکه توګه  ګلوبل اپټيکل فائبر اؤ کيبل کانفرنس ٢٠١٩م) جي او ايف سي( ترسره کړو او څلور کاروبار اسماټ سټي، اسمارټ اوقيانوس،  راپورته کيدونکے صنعت اؤ  دبين المللي صنعت څانګې ئې وړاندې کړې، غونډه کښې د٦٠٠ؤ نه زياتو دصنعت ماهرانو اؤ مشرانو ګډون کړيدے.https://prnewswire2-a.akamaihd.net/p/1893751/sp/189375100/thumbnail/entry_id/1_mhxyp86l/def_height/400/def_width/400/version/100011/type/1

پرانستې دستوره کښې د هينګ ټونګ ډلې دبورډ مشر کوجين ليانګ ګډون او وينا کړې ده.

“دانفارميشن نيټ ورک ټينالوجۍ دنوي نسل  دتُندرفتاره  ودې  سره به مونږ مصنوعي ذهانت، ډيجيټل انقلاب اؤ دهرڅيز دخپل مينځي  رابطې  په يو نوي دور ته داخليږو کوم چې به داپټيکل فائبر اؤ کيبل انډسټرۍ لپاره  بې مثاله موقعې ورکوي” هغه ووئيل ” ونږ ته  دصنعتونو ترمينځ  مرسته مضبوطول اؤ صحت مند صنعتي ماحولياتي نظام جوړول پکار دي” هغه دا هم ووئيل چې  دا کانفرنس داپټيکل فائبر دباني  ښاغلي ګاو کين په ياد کښې په شنګهائي کښې ترسره شوے ؤ.

کانفرنس کښې  داپټيکل فائبر نيټ ورک، سمندري مواصلاتو، ټولې صنعتي سلسلې کښې  داپټيکل مواصلاتو په څانګو کښې  د ٣٠ؤ نه زيات پېشه وارانه  مهمې ويناوې  وشوې  چې پکښې  په نوؤ ټيکنالوجو اؤ خواستونو خبرې اترې اؤداشتراک احاطه وکړے شوه، ددې ترڅنګ اے پي سي  اپټيکل فائبر اؤ د کيبل  انډسټرۍ د٢٠١٩م دمارکيټ اؤټ لک رپورټ هم جاري کړو کوم چې دنړيوال ټيلي کام مارکيټ په تناظر کښې  دنړيوال فائبر اپټک کيبل انډسټرۍ دموجوده صورتجال تجزيه کوي  اؤ دفائبر اپټک کيبل مارکيټ دطلب دترقياتي رجحان  دنړۍ په ټولو سيمو کښې پيش ګوئي کوي.

هم په دې دوران ١٣م نړيوال او دچين اپټيکل کميونيکيشن ډيولپمنټ اؤ مسابقتي فورم په شنګهائي کښې ترسره شو، هينګ ټونګ کيبلز کام په اروپا کښې  دنوي اپټيکل کيبل دايپلي کيشن اؤ مارکيټ ډويلپمنټ په عنوان سره يوه وينا وکړه، دفورم په مهال، هغوي  په باضابطه توګه  د٢٠١٩م دترټولو زيات مسابقتي کاروباري  ادارو اعلان وکړو، هينګ ټونګ   په نړيوال فائبر اپټک کيبل اؤ دچين  د اپټيکل مواصلاتو په ميدان دلسو لوړپوړو  مسابقتي  کاروباري ادارو نه ديو په توګه  وټاکلے شو.

هينګ ټونګ ډله يو بين المللي تنظيم دے  چې پکښې اپټيکل فائبر، بجلي، سمندري اؤ اف شور کيبل، اي پي سي ټرنکي سروس او دخيال ساتنې ترڅنګ  دڅيزونو دانټرنيټ، بګ ډيټا اؤ اي کامرس، ايمرجنګ ميټريل او نوې انرجي شامل دي.

هينګ ټونګ د٧٠ پوره ملکيت لرونکې کمپنۍ اؤ هولډنګ کمپنۍ دي  چې ددې نه په ١١ؤ کښې  مينوفيکچرنګ اسانۍ موجودې دي کومې چې په اروپا، جنوبي امريکا، جنوبي افريقه، جنوبي ايشيا او جنوب مشرقي ايشيا کښې  قائمې دي، مونږ دټولې نړۍ د ٣٠ؤ نه زياتو هيوادونو اؤ سيمو کښې  سيلز افس چلوؤ اؤ د١٣٠ؤ نه زياتو هيوادونو ته مصنوعات ورکوؤ.

http://www.hengtonggroup.com/en

تصوير- https://mma.prnewswire.com/media/1034338/Cui_Genliang_Chairman_Hengtong_Group_speech.jpg