‫چائنا ميرين اکانومى ايکسپو ٢٠١٩ دې روانه مياشت کښې شينزن کښې ترسره کيږى

شينزين،چين،9 اکتوبر،2019 / خبرى نيوز وائر/- دشينزن ميونسپل پيپلز ګورنمنټ په  ګډ کوربتوب کښې  دچائنا ميرين اکانومى ايکسپو ١٤م نه تر ١٧م اکتوبر شينزن کښې ترسره کيږى،٣٧ زره ٥٠٠ ميټره  پراخه مشترکه بليو اکانومى  دموقعو اؤ يو مشترکه مستقبل  دتعمير په تهيم  مشتمل ايکسپو کښې نمائشونه، فورم، پروموشنل پروګرام، تجارتى مذاکرات اؤ دملک سمندرى معيشت باندې دارتکاز ترڅنګ   په پخوانو کاميابو به تمثيلات شامل وى، نمائشونو کښې به  اويا کاله وړاندې  دپيپلز اف ريپبلک اف چائينه دبنياد  ايښودو وروستو  تراوسه په چين کښې  دسمندرى وسيلو په اړه پرمختګ، انجنئيرنګ الات ، جهاز سازۍ، جهاز رانۍ اؤ  راپورته کيدونکى سمندرى صنعت کاميابۍ اؤ ترقى بيانولے شى.https://prnewswire2-a.akamaihd.net/p/1893751/sp/189375100/thumbnail/entry_id/1_1owfkape/def_height/400/def_width/400/version/100031/type/1

د سى ايم اي اي ٢٠١٩ څلور سرليکونه

1.دسمندرى صنعت لپاره يو بين الاقوامى ايونټ اؤ دچين نمبر ١ ايکسپو جوړول: سى ايم اي اي ٢٠١٩م تکنيکى تبادلې، دمصنوعاتو نمائش، تجارتى ميلو، فورمونو اؤ سرمايه کارۍ ته دودې ورکولو دسيشنو  دراټولولو په ترڅ کښې  په بين المللى کچه  ديو بااثره ايونټ جوړيدو لپاره ډيزائن کړے شوے دے، دې پروګرام کښې، برخه والو ته په دې  خبره دپوهيدو موقعه په لاس ورځى چې  چين څه  ترلاسه کړيدى  ځکه چې ملک  خپل سمندرى معيشت ته دودې ورکولو ترڅنګ په نړيوال سمندرى معيشت کښې  دخوريدو سره  دتازه ترين رجحاناتو لړ کښې هم زده کړه کړې ده.  دسږکال دايونټ کوربتوب دمقامى حکومتونو له لارې  شوې ده اؤ دصنعتونو دتنظيمونو له لارې ددې تائيد شويدے، چې مقصد ئې دا دے چې صنعت کښې  مصروفو  کاروباريانو اؤ دتنظيمونو ترمينځ دتبادلې له لارې  سمندرى معيشت کښې بين المللى مرستې ته وده ترلاسه شى، ددې پروګرام مقصد دنړيوالې بحرى ورورولۍ دماډل په توګه  ګوانګ ډونګ- هانګ کانګ- مکاؤ ګريډر بے ايريا ته دنور پرمختګ اسانى ورکړے شى.

2. دغوره صلاحيت ترڅنګ يو مارکيټ پرانستل اؤ دسمندرى معيشت لپاره رجحان ساز جوړول: دسږکال پروګرام به دچين کاميابۍ په ډاګه کوى ځکه چې ده په تيرو اويا کلونو محيط يو سمندرى معيشت تخليق کړيدے، متوازى فورمونه به په دې بحث ارتکاز کوى چې  دبين المللى  نقطه نظر په اړه ماډلز، لارې اؤ دټيکنالوجۍ په معامله کښې  نوى څه دى، سي ايم اي اي ٢٠١٩م  به  دخپل مينځى مرستې  دمنصوبو په معاهدو  دلاسليک کولو، دکاروبار تړون، دسرمايه کارۍ  دودې لپاره  دمختلفو پروګرامونو دسلسله وارو سيشنو کوربتوب   کوى اؤ په سمندرى معيشت به ديو نړيوال ائتلاف دجوړيدو ترڅنګ  چائينه ميرين اکانومى ډويلپمنټ انډيکس ٢٠١٩م جارى کوى.

3.جدت او دجديدې ټيکنالوجۍ له لارې  دسمندرى معيشت وده: دا پروګارم  به په صنعت کښې دجديد اؤ بنيادى ټيکنالوجو، الاتو دنمائش ديو پليټ فارم په توګه کار کوى، تراوسه په ٣٠ؤ صنعتى قسمونو مشتمل د٤٠٠ؤ نه زياتو مقامى اؤ نړيوالې کچې کمپنو په دې پروګرام کښې دشرکت اراده څرګنده کړې ده ، چې پکښې دچين  سمندرى معيشت کښې  لوئې مقامى لرونکې کمپنۍ دچائينا نيشنل اف شور ائل کارپوريشن، چائينه نيشنل پيټروليم کارپوريشن، چائينه پيټروکيميکل کارپوريشن، چائينه شپ بلډنګ انډسټرى کارپوريشن، چائينه مرچنټس  ګروپ اينډ چائينه انټرنيشنل ميرين کنټينرز شامل دى اؤ ددې ترڅنګ سمندرى اعلى تکنيک کښې  راپورته کيدونکي هواوے، کوانګ-چي او دشيل او سيمنز پشمول  دنړيوال صنعت مهم کردارونه شامل دى.

4. انډسټرى چين کښې اپ سټريم اؤ ډاؤن اسټريم بزنس پخپل مينځ کښې پيوست کول: دسږکال دايونټ نمائش کوونکى په بنيادى توګه دسمندرى وسيلو پرمختګ، هائى اينډ شپ بلډنګ اؤ ميرين انجنئيرنګ دسازوسامان جوړولو، دسمندرى اوبو پاکولو، ميرين بايو فارماسيوټکس اؤ ميرين اليکټرانک معلوماتو په څانګو کښې بوخت دي، منتظمين به له ايونټ نه وړاندې دنمائش کوونکو اؤ دهغوى دسامان يو کيټلاګ ويشى چې مقصد ئې دطلب اؤ رسد فريقين پخپل مينځ کښې رايوځائے کول، دنمائش کوونکو، پلټونکو ادارو اؤ پروجيکټ دتعميراتو کوونکو ترمينځ  خپل مينځى مرستې ته اسانى ورکول دى، سي اي اي ٢٠١٩م  به برخه والو ته يو داسې پليټ فارم ورکوى چرته چې  هغوى  دسمندرى معيشت دمستقبل  په اړخ خبرې اترې وکړے شى اؤ صنعت ته  دپېښو مهمو خنډانو حل ولټولے شى.

تصوير: https://mma.prnewswire.com/media/1007337/2019_China_Marine_Economy_EXPO.jpg