مصر کښې په سمدست توګه ټول هيواد کښې دعمل درامد لپاره دان لا ئن پوهيدو دپليټ فارم په توګه دنامزدګۍ لپاره دنيټ ډريګن دايډموډو ټاکنه

هانګ کانګ ،٢٠م مارچ،٢٠٢٠/ پي ار نيوز وائر/- د انټرنيټ کميونيټيز جوړولو کښې  نړيوال لارښود، نيټ ډريګن ويب سائټ هولډنګز لميټيډ (“نيټ ډريګن ” يا”  کمپني” ،هانګ کانګ اسټاک کوډ:٧٧٧) اعلان کول غواړي چې د COVID-19  کورونا وائرس دخوريدو له امله  تعليم کښې دخنډ په نظر کښې نيولو سره، په نړيواله کچه دايډموډو ان لا ئن تعليمي ورورولۍ   دجمهوريه مصر  دتعليم دوزارت( ايم او اي ) لخوا ديو بې مثاله اقدام لاندې په مصر کښې  د K12  تعليمي  نظام لپاره ان لا ئن دپوهې پوليټ فارم په توګه دنامزدکولو لپاره  ټاکل شويده. دسکول دځنډيدو دمودې په مهال فاصلاتى تعليم کښې  دمرستې ورکولو اؤ  له دې وروستو په تعليم کښې دودې لپاره به  په هيواد کښې له نن  ايډموډو22+  ملينو نه زياتو  زده کونکو اؤ 1+  ملينو نه زيات استاذان ليږلے شي.

د  COVID-19  وائرس دخوريدو  وروستو، مصري حکومت ددې ناروغۍ دخوريدو دمخنيوي لپاره  پوره احتياطي تدابير خپل کړيدي، چې پکښې دسکولونو اؤ پوهنتونونو په عارضي توګه تړل شامل دي، چې له امله ئې  ديو موثره ان لا ئن پليټ فارم سخت ضرورت  پېښ شو چې دغه شان دسکول دبنديدو په مهال  دزده کوونکو لپاره دزده کړې عمل دوامداره ساتل باورى کړے شى، دايډموډو ددې توان اؤ  تُندوالى له امله  په تعليم کښې دمرستې لپاره، داستاذانو دزده کوونکو سره دخبرو کولو  او دکلاس موادو  په ان لا ئن توګه دشريکولو دجوګه جوړولو اؤ په حتمي  توګه  دزده کوونکو لپاره  چرته هم دزده کړې دعمل  درسد  جوګه جوړ کړے شي، په ټول هيواد کښې  دايډموډو دا تُند اؤ په لويه پيمانه دګمارنې، کوم چې ددې رول اؤټ  دعمل  سره په سمدستى توګه پيل کيدونکې ده، په مصر کښې  دتعليمي ټيکنالوجۍ  پرمختګ يوه مهمه لاسته راوړنه ده، کوم چې  دايجوکيشن ټيکنالوجۍ اؤ ډيجيټيل مشمولات دواړو کښې  دتعليم دوزارت لخوا  دکلونو دسرمايه کارۍ له لارې  دترلاسه کيدونکې تيارۍ هم نتيجه ده.

دقدر وړ، ډاکټر طارق شوکي، دمصر دتعليم اؤ تکنيکي وزير، دخپلې رائې ورکولو  په مهال ووئيل  : ”  دا  ناوياته دور  چې مونږ  ځان په کوم کښې موندلے، ددې خبرې  تقاضا کوي چې  دټولو زده کوونکو دمستقلې زده کړې دباورى کولو لپاره  دټولې نړۍ حکومتونو ته دجديد حل دلټولو ضرورت دے، په مصر کښې  مونږ دخپلې تعليمي اصلاحاتي منصوبې دبرخې په توګه ددريوؤ کلونو راهسې  دخپلې ډيجيټيل تعليم دتګلارې لاندې سرمايه کاري کوؤ. مونږ ځان په يو ښه مقام بيامومو چې  دفاصلاتي تعليم دمرستې کولو جوګه يو، دايډموډو ديو پليټ فارم په توګه  په ُتندۍ سره   عمل درامد باوري کړو ترڅو په دې مهال استاذان، زده کوونکى اؤ موروپلا خپل مينځي مرسته وکړي او زده کړه وکړے شي”

په مينځني ختيز کښې دنيټ ډريګن شراکت دار او ايم او اي داوږدمهاله ټينالوجۍ شراکت دار انوويرا، دخپلې کمپنۍ وسايل ايم او اي، سکولونو او استاذانو ته دتربيت او هيلپ ډيسک ته ورکوي ترڅو مصري سکولونو کښې دايډموډو پرته له ځنډ نه عمل درامد او اوږدمهاله استعمال باوري کړے شي.

ددې رول اؤټ ديوې برخې په توګه به  ايډموډو دجديد مصر نالج بينک(اي کے بي) سره هم په عمل کښې  ورګډ شي، کوم چې دنړۍ  لويې تعليمي ډيجيټل لا ئبريرو کښې يو دے، چې دغه شان تحقيقي جريدو  اؤ د نورو خصوصي تعليمي چارو په ګډون په ګڼو واليوم مشتمل انټرايکټو مواد زده کوونکو او استاذانو ته  لپاره ورکړے شي، دايډموډو او اي کے بي   انضمام زده کوونکو ته داعلي معيار دتعليمي وسيلو پورې درسد ترلاسه کولو او دهغوي دملګرو سره دان لا ئن مرستې کولو يوه غيرمعمولي موقعه ورکوي.

دنيټ ډريګن وائس چئيرمين ډاکټر سائمن ليونګ ووئيل : ” دعملي او جديد حل ورکړه کښې دتعليم وزارت،مصر سره مرسته کول ديو وياړ او اعزاز خبره ده کوم چې به باالاخره په ټول هيواد کښې دتعليم په ښه والي کښې مهم کردار ادا کوي، په ځانګړې توګه  په دې مشکل کښې، په ټول مصر کښې دايډموډو  تعيناتي  به  دتدريس لړ کښې دجديد او موثره انداز استعمال کښې يو مثبت بدلون پيدا کړي، مونږ دتعليم موجوده صورتحال او مصر کښې ددرس او تدريس  دمستقبل دواړو په اړه  دمړانې او بصيرت  انګيزه نقطه نظر کښې  دتعليم دوزارت سره   مکملې مرستې ته ليواله يو”

مصر کښې دايډموډو تعيناتي په ټول هيواد کښې دتعليم دټيکنالوجۍ دخپلولو دعمل دتُندولو لاپره يو غيرمعمولي بنياد ورکوي  کوم چې له دې وړاندې کله هم نۀ دے شوے، دکوم په نتيجه کښې چې  به زده کوونکو، استاذانو او تعليم ورکوونکو ته داوږدې مودې لپاره ګټه رسيږي، په ټوله نړۍ کښې  دوبا دخوريدو سره، نيټ ډريګن په تُندۍ او ذمه وارۍ سره کار کوي ترڅو دا خبره باوري کړے شي چې  دټولې نړۍ دزده کوونکو تعليم زيات زړه راښکونکي او په موثره انداز کښې دوامداره پاتې شي.

دنيټ ډريګن ويب سافټ هولډنګز لميټيډ په اړه

نيټ ډريګن ويب سافټ هولډنګس لميټيډ(HKSE: 0777)  دانټرنيټ ورورولو جوړولو کښې يو نړيوال لارښود دے  چې ورسره ګڼ دانټرنيټ اؤ موبائيل پليټ فارم جوړولو او سکيلنګ اوږدمهاله ټريک ريکارډ موجود دے  کوم چې په سلګونو، لکونو صارفينو اثرانداز کيږي، په دې کښې چې دچين ترټولو لوئې ان لا ئن ګيمنګ پورټل،17173.com او دچين ترټولو بااثره اسمارټ فون ايپ اسټور پليټ فارم،٩١ وائرليس، چې په په کال ٢٠١٣م کښې  په چين کښې ترټولو لوئې دانټرنيټ ايم اينډ اے ټرانزيکشن په توګه 1.9 بلينه امريکائي ډالر  په بدله  په بيډو خرڅ کړے شوے ؤ.

په ١٩٩٩ء کښې جوړ کړے شوي، نيټ ډراګون چين کښې يو ډير مشهور او نوموړي ان لا ئن ګيم ډويليپرز کښې يو دے دکوم سره چې ديوديمون ان لا ئن، هيرو ايوالوډ او کونکر ان لا ئن پشمول کامياب ګيم ټائټل تاريخ دے، په اوسنو کلونو کښې، نيټ ډراګون دنړۍ ترټولو لوئې ان لا ئن زده کوونکې ورورولۍ  په جوړولو او  د” مستقبل دکلاسم روم”  دنړۍ هر سکول کښې دراوستلو لپاره  دانتظاميې دويژن لاندې  خپل ان لا ئن تعليم کاروبار ته پراختيا ورکول پيل کړيدي، دنورو معلوماتو لپاره  په مننې سره  www.netdragon.com  ته لاړ شئ

دايډموډو په اړه

ايډوموډو دټول ژوند دزده کړې يو نړيوال پليټ فارم دے  کوم چې دزده کوونکو په مکمله توګه دمشغول ساتلو دټول ايجوکيټرز ضرورت او  ورته مرسته ورکوي، په ٢٠٠٨م کښې جوړ کړے شوي او اوس په ټوله نړۍ کښې 400,000 سکولونو کښې  د100  ملينو نه زياتو صارفينو سره 618  ملينه وسائيل لرونکے، ايډموډو  دزده کوونکو او استاذانو درازدارۍ دتحفظ له لارې دمواصلت او خپل مينځي مرستې لپاره يو محفوظ پليټ فارم دورکړې لپاره  ډيزائن کړے شويدے، دکمپنۍ صدر دفتر سان ميټيو، کيليفورنيا کښې دے، مونږ په Edmodo  ولټوئ او distance learning  دپيل کولو په اړه دمرستې لپاره نور معلومات ترلاسه کړئ

په مننې سره دسرمايه کارۍ دمعلوماتو لپاره رابطه وکړئ

نيټ ډريګن ويب سافټ هولډنګس لميټيډ
محترمه ميګي ژاؤ
سينئر ډائريکټر اف انويسټر ريليشن
ټيلي فون :  7266 2850 591 853+/  2825 8390 591 86+
اي ميل :  maggie@nd.com.cn
ويب سائټ: ir.netdragon.com

وګو:    https://mma.prnewswire.com/media/1135988/LOGO.jpg