‫د ليانهوا کينګوين کيپسول (ګرينول) COVID-19 لپاره داضافى دوا په توګه منظورى ورکړے شوه

شيجياژوهانګ،چين،١٥م اپريل،٢٠٢٠/ پي نيوز وائر/– يينګ فا ماسوټيکل اعلان کړيدے چې ييلنګ فارماماسوټيکل او ددې لاندې ادارې بيجنګ فارموسوټيکل ته دډرګ سپليمنټ ايپليکيشن دمنظورۍ کاغذونه ترلاسه شويدي چې پکښې داسټيټ ډرګ ايډمنسټريشن له لوري ليانهوا کينګوين کيپسول او ليانهوا کينګوين ګرينول  ددوايۍ په توګه دکارولواجازه ورکړے شوې ده، ليانهوا کينګوين کيپسول او ليانهوا کينګوين ګرينول اضافه به دوړاندې نه  منظورې شوې دوايۍ کښې نور ښه والے راولى،  دکرونا وائرس وبا کې نمونيا کښې  به دا  د نرۍ او عامې تبې ، ټوخي او ستړي والي کښې دعلاج لپاره کارولے شي، ددې خوراک اؤ استعمال سره به  د COVID-19 په وړه  کچه  علاج د اوؤ نه لسو ورځو پورې وغزوي.https://prnewswire2-a.akamaihd.net/p/1893751/sp/189375100/thumbnail/entry_id/1_eky553jw/def_height/400/def_width/400/version/100011/type/1

په دې سيمه ايزه وبا کښې به، ليانهوا کنګوين کيپسول( ګرينولس COVID-19 (لپاره ترټولو زيات وړانديز کړے شوي چيني پيټنټ دوائي جوړه شوې، رياستي طبي کميشن اؤ دچين روايتي دوايانو جوړونکې رياستي انتظاميې وړانديز کړيدے چې دکورونا وائرس وبائي نمونيا تشخيص او ددې نه متاثره ناروغانو دڅلورمې او اوومې څپې  په مهال ضروري ده چې په چين کښې تيار کړے شوي ليانهوا کينګوين کيپسول(ګرينول) دطبي کره کتنې په مهال دستړي والي او تبې دناروغانو دعلاج لپاره وکارولے شي.

دليانهوا کينګوين کيپسول) ګرينول) د COVID-19 علاج کښې دګټې بنيادي تجربو اؤ طبي مطالعو نه ثابته شوې ده، دژهونګ ننشان يوې ډلې اوس اوس بين المللي جرنل، فارماکولوجي ريسرچ، کښې دي،، دي اينټي وائرل اينډ اينټي انفليمټري ايفيکټ اف دي اينټي پائريټک پليګ ان نوول کرونا وائرس، په عنوان سره يو مضمون خپور کړے چې کوم چې په چين کښې دجوړې کړے شوؤ دوايانو SARS-Cov-2خلاف په ګټه وړومبے څيړنيز مضمون دے. په دې مطالعه کښې دا خبره مخې ته راغلې چې ليانهوا کينګوين کيپسول ګرينول په خليو کښې دکرونا وائرس په اضافه کښې ډاګيز کمے راولي او په دې سره دکرونا وائرس دعلاج  نه وروستو دوائرس ذرې ترډيره حده کميږي.

دا وئيل کيږي چې ددې منظورۍ سره بنيادي منظورې شوې دوايۍ کښې د COVID-19 وړې کچې اوعام قسم لپاره دنوې دوايۍ منظوري ورکړے شوې ده خو ددې باوجود ددې نوې دوايۍ دراتللو نه وړاندې والا دوايۍ په استعمال بنديز نشته.

تراوسه ليانهوا کينګوين کيپسول هانګ کانګ(دچين خپلواکه سيمه) مکاؤ(دچين خپلواکه سيمه)، برازيل، انډونيشيا، کينيډا، موزمبيق، رومانيه او ګڼو نورو ځايونو کښې روايتي چيني دوايانو،دوايانو، بوټو نه جوړې دوايانې او دقدرتي دوايانو په نوم رجسټرډ شويدي اؤ ددې دتشهيراجازه هم ورکړے شوې ده.

تصوير :  https://mma.prnewswire.com/media/1155048/Yiling.jpg